څوک ساتل کیدو وړ دی ؟

qui peut etre protégé

که تاسو خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو په اړه اندیښنې لرئ نو تاسو کولی شئ چې د ساتنی غوښتنه وکړئ (د تاوتریخوالي ، تهدیدونو یا نورو شیانو د ویره).

پناه غوښتنه یعنی څه ؟

qu'est ce que l'asile

پناه غوښتنه د فرانسي څخه غواړي چې ستاسو ساتنه وکړي ځکه چې تاسو خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو څخه ویره لرئ.


تاسو کولی شئ د خپل عمر ، اصلي هیواد او ستاسو د ویرې مسؤل شخص (ستاسو د اصلي هیواد چارواکي ، د خلکو یوه ډله ، خپلوان ، ستاسو د کورنۍ غړي او داسې نور) په پام کې نیولو پرته د پناه غوښتنه وکړئ.

تاسو د پناه غوښتنې لپاره پیژند پاڼه ته اړتیا نلرئ.
تاسو د ذکر شوي خطر رسمي ثبوت ته اړتیا نه لرئ.
pourquoi demander l'asile

ولی د پناه غوښتنه وکړو ؟

که ستاسو د پناه غوښتنلیک منل شوی وي ، نو پدې معنی ده چې د فرانسې دولت په رسمیت پیژني چې تاسو خوندي کیدو ته اړتیا لرئ. تاسو به د اوسیدو جواز درلودو حق لری (۱۰ کلنه یا ۴ کلنه) چي نوی کیدونکی دی. د دغي جواز په واسطه تاسو کولای شي چې په فرانسې هیواد کې پاتې او کار وکړئ.

ستاسو معلوماتو لپاره

که ستاسو د پناه غوښتنلیک ومنل شي ، تاسو به ونه کولای شي چې (پرته له استثناعاتو څخه) خپل اصلي هیواد ته بیرته ستون شئ. او که تاسو خپل اصلی هیواد ته راستون شئ نو تاسو خپل محافظت له لاسه ورکوئ.

تاسو کولی شئ نورو ټولو هیوادونو ته سفر وکړئ ، د خپل هیواد ګاونډیو هیوادونو په شمول.

د پناه غوښتنې پروسه ترڅو میاشتو پورې وخت نیولی شي. د نهایی پریکړې پوهیدلو لپاره  لږترلږه 5 میاشتې او یا د ۱ کال څخه ډیر وخت نیسي.
a savoir
Return