۲ پړاو
د دوسیی لیکل او لیږدول

تاسو باید په فرانسوي ژبه خپله کیسه ولیکئ او څرګنده کړئ چې ولې مو خپل هیواد پریښود او تاسو بیرته راستنیدو څخه څه ویره لرئ. دا مهمه ده چې یو بالغ کس ستاسو سره د دې کیسې په لیکلو کې مرسته وکړي.
écrire un récit qui explique
په GUDA کې ورکړل شوې د پناه غوښتنې فورمه تاسو باید په فرانسوي ژبه ډک کړئ.
دا فورمه باید ستاسو قانوني استازي  لخوا لاسلیک شي.
le formulaire de demande d'asile
voie postale
فورمه ، لیکل شوې کیسه او هغه اسناد چې په فورمه کې ورته اشاره شوي باید د پوستې له لارې  OFPRA ته واستول شي (د پناه غوښتنې سند ترلاسه کولو ډیر تر ډیره ۲۱ ورځی وروسته).

سپارښتنه کیږي چې د راجسټر شوي مکتوب په واسطه دوسیه د رسید په تایید سره واستوئ او د ټولو سندونه فوتوکاپی کړئ.
. که تاسو فزیکي شواهد لرئ چې ستاسو کیسه تصدیقوي (عکسونه ، د پیژند پاڼه ، او نور) ، تاسو کولی شئ خپل دوسیه ته اضافه کړئ.
des preuves matérielles
ستاسو د بشپړ فایل ترلاسه کولو وروسته ، آفرا به تاسو ته یو پیژند لیک ولیږي.
دا یو مهم سند دی باید وساتل شي.

une lettre d'introduction

راتلونکی پړاو

Return