د پناه غوښتنې کارکوونکي څوک دي؟

.د پناه غوښتنې په موده کې  ، تاسو به د مختلف خلکو سره خبرې وکړئ

GUDA

Le Guichet Unique des demandeurs d’asile
د پریفکچر د کډوالۍ او د ادغام لپاره د فرانسي دفتر (OFII) استازي په GUDA کې د پناه غوښتونکو ترلاسه کولو په موخه شتون لري.

د پناه غوښتنې میز (GUDA) په فریفکچر کې موقعیت لري. دا هغه ځای دی چې ستاسو د پناه غوښتنلیک پکې راجستر کیږي.
په فرانسه کې د GUDA نقشه وګورئ

ستاسو قانونی استازی

votre représentant légal


دا یو بالغ کس دی چې ستاسو استازیتوب کوي او ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک کې ستاسو ملاتړ کوي.

لیس د CNDA قاضیان

La Plateforme d’accueil pour demandeurs d’asile

که چیرې ستاسي د پناه غوښتنلیک د
OFPRA لخوا رد شي (یا که تاسو ته فرعي محافظت او غیر کډوالۍ حیثت درکړل شي) تاسو کولی شئ دا پریکړه د پناه غوښتنې ملي محکمي (CNDA) ته اعتراض کړئ.

قاضي به بیا ستاسو په کیسه او حالت وپوهیږي. دوی ممکن د OFPRA پریکړه رد کړي او تاسو ته محافظت درکړي، یا پریکړه تایید کړي.

د ساتنې مامور

Un officier de protection  

تاسو به دغه مامور سره د L'OFPRA په
مرکه  کې ملاقات وکړئ. د ساتنې مامور به تاسو څخه د ستاسو کیسه او ضعیت په تړاو پوښتنې وکړي. د هغی موخه دا ده ترسو معلومه کړي چې ایا تاسو د پناه غوښتنه شرایطو سره برابر یاست او که نه.

ستاسو معلوماتو لپاره

هغه معلومات چې تاسو یې ورکوئ محرم دي ، او هیڅکله به ستاسو د اصلي هیواد چارواکو ته ونه لیږدول شي.
à savoir

ستاسو وکیل

Votre avocat
تاسو ممکن وکیل ته اړتیا  ولری. د دې رول دا دی چې تاسو سره ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک کې مشوره او مرسته وکړي.
Return